د ننګرهار ولایت د ختیځ زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۳ مالي کال په بهیرکې یې د جلالاباد ښار د پاکو اوبو رسولو له لارې ۲۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ریاست رییس د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د شفافیت او حساب ورکولو رسنیزې ناستې ته ویلي، چې د جلالاباد ښار په ۵ ناحیو کې ۱۰ زره کورنیو ته ۱۴۰ زره متره مکعب پاکې اوبه رسول شوې او له درکه یې ۲۱ میلیونه افغانۍ راټولې او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي. هغه د ژورو څاګانو د مخنیوي یادونه وکړه او ښاریانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د اوبو رسولو شبکو د پراخولو لپاره تفصیلي پلان تر لاس لاندې لري او په عملي کېدو سره به یې د جلالاباد ښار ټولو ناحیو ته پاکې اوبه ورسول شي.