د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي دې د امریکا ډېر منندوی وي. ټرمپ دا څرګندونې د یو خبریال د پوښتنې ته په ځواب کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې زېلېنسکي دې د امریکا منندوی وي، ځکه دغه هېواد په ټولو شرایطو کې د اوکرایین ملاتړ کړی دی. تازه ټرمپ اوکراین ته خپلې ټولې نظامي مرستې ځنډولې دي. هغه له ولادیمیر زېلېنسکي د سولې ژمنې ډاډ غواړي او تر هغه پورې به د پوځي تجهیزاتو لېږد ځنډېدلې وي. بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لفظي شخړه خواشینوونکې بللې ده. زېلېنسکي پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې تیار دی د امریکا ولسمشر تر مشرۍ لاندې پایدارې سولې لپاره کار وکړي او په وینا یې، د وضعیت ښه کولو وخت رارسېدلی دی.