د خوست ولایت د بدنی روزنې او ورزش امريت مسوولين وايي چې د والیبال فدراسیون ترچتر لاندې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پیل شوې دي. په یادو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې په ۴ ګروپونو وېشل شوې، چې د روژې مبارکې مياشتې ترپایه به يادې سیالۍ روانې وي. د رمضان جام سیالیو لومړۍ لوبه د یعقوبیو صبریو منتخب او دلپوریو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې لوبه د ۲/۱ میدانونو په ګټلو سره د دلپوریو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.