د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په موزیم کې ۱۸۹۶ بېلابېل تاریخي اثار ثبت شوي دي. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور امر عبدالشکور څپاند ویلي، چې په یاد موزیم کې د باختریانو، کوشانیانو، اسلامي او معاصرو دورو ۲ زره ۹۸۷ تاریخي اثار موجود دي، چې له دې جملې څخه ۱۸۹۶ اثار ثبت شوي، خو پاتې نور لا هم ثبت ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه، چې په وروستیو درېیو میاشتو کې ۱۹۰ کورني او ۲۲ بهرني سیلانیان د موزیم نندارې ته ورغلي دي، چې په بهرنیو سیلانیانو کې د چین، روسیې او اروپایي هېوادونو اتباع شامل دي. د څپاند په وینا، سږ کال ۱۳ بېلابېل فلزي اثار او ۴۱ تاریخي کتابونه، چې بهر ته قاچاق کېدل، د احمدشاه بابا هوايي ډګر کې د امنیتي مسوولینو لخوا نیول شوي دي.