د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په تېرو لسو میاشتو کې ایران ته له افغانستان څخه د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکې صادر شوي دي. د دې وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، له ایران څخه افغانستان ته واردات د دوه میلیارده او ۶۹۲ میلونه ډالرو په ارزښت شوي دي. له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې شوي دي. یاده خونه زیاتوي؛ ایران د افغانستان لوی سوداګریز شریک دی، دوی دغه راز د ترانزیيي لویو لارو ستونزو د حل غوښتنه کوي.