د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني، د نيالګيو کېنولو ملي پروګرام په پرانيست غونډه کې ویلي، چې د نيالګيو کېنول د انسان د ژوند يوه مهمه اړتیا ده او د کرنې وزارت د خپل پلان له مخې، په ۱۴۰۴لمريز کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۱۶ ميليونه بېلابېل نيالګي کېنوي. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي رییس عبدالوکيل متوکل ویلي، چې کابل ښاروالۍ په پام کې لري د ۱۴۰۴ لمريز کال په بهير کې يو ميليون نيالګي د کابل په بېلابېلو سيمو کې کېنول شي.