د چين د څوارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس درېيمه کلنۍ غونډه د مارچ د ۳ مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه .
د دې غونډې په پرانيستونکې ناسته کې شي جين پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو ګډون کړی.
د دغه هېواد صدراعظم لي چيانګ دې غونډې ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړ.
د چين د حکومت په کاري راپور کې د روان ۲۰۲۵م کال کې ټاکل شوې موخې اعلان شوې دي.
سرچینې ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به د چین جي ډي پي لپاره د پنځه سلنه زیاتېدو موخه ټاکل شوې.
خبر دغه راز وايي چې په ښارونو او علاقه داريو کې به د بېکارۍ کچه شاوخوا ٪ ۵.۵ وساتل شي او تر ۱۲ ميليونو زیاتو نويو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.