د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۳مه کلنۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه. د شي جين پينګ په شمول د دغه هېواد د ګوند او دولت مشرانو د دغې کلنۍ غونډې د پرانيستلو په ناسته کې ګډون وکړ او د چين صدراعظم لي چيانګ دغې ناستې ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړ.
د حکومت د کاري راپور له مخې، سږ کال به چين د مصارفو د هڅونې په پار د اوږدې مودې د پور په ملي پاڼو کې ۳۰۰ ميليارډه يوانه بېل کړي.