د چين لخوا د فېنتانيل اړوندو موادو د کنټرول په نوم سپين کتاب د مارچ په ۴مه نېټه خپور شو. د دغه هېواد د نشه يي موادو ضد ملي کمېټې مسؤل په همدې ورځ په دې اړه ويلي، د دغه سپين کتاب د خپرېدو موخه نړيوالو او نړيوالې ټولنې ته د فېنتانيل اړوندو موادو په کنټرول کې د چين د دريځ، اقداماتو او لاسته راوړنو څرګندېدل دي.
هغه وويل، لومړی دا چې چين په تقنيني چارو کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو ضد درې تړونونه جدي پلي کړي او اړوند قانوني سيستمونه يې بشپړ کړي دي.
دوهم، چين د بیهوشۍ درملو او رواني ناروغیو د درملو په ليست کې د فېنتانيل اړوند څلور ډولو درملو پر توليد، معاملې، لېږد رالېږد، کارونې، صادراتو او وارداتو جدي څارنه کړې ده.
درېيم، چين په ټول هېواد کې د ”۱+۵+N “ د نشه يي توکو لابراتوارونه او په ککړو اوبو کې د نشه يي توکو د څار شبکه جوړه کړې څو په هراړخيزه ساحه کې د نشه يي توکو د خپرېدو حالت ارزونه وکړي.
څلورم، د چين حکومت د اړوندو تصديو له کارکوونکو څخه غوښتنه کړې چې د هېواد اړوند قوانين او قواعد مراعات کړي او د بيهوشۍ او رواني ناروغیو د درملو د قاچاق مخنيوی يې کړی دی.
پنځم، د چين د عامه امنيت ادارې د پوستي ادارو او ګمرکاتو په شمول له اړوندو څانګو سره ګډ عمليات تر سره کوي چې د پوستي بستو او په بندرونو کې د صادراتي توکو پلټنې وکړي.