د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې د روان زیږیز کال په جنورۍ میاشت کې یې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې له ۱۳۱ روغتیايي مرکزونو ملاتړ کړی او په ۷ ولایتونو کې یې ۹ روغتونونو ته وده ورکړې ده. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په ۱۲ ولایتونو کې یې د نشه يي توکو د درملنې له ۱۲ مرکزونو او ۲ د افیوني موادو د بدیلې درملنې له مرکزونو ملاتړ کړی او له ۶ نادولتي بنسټونو سره یې د درملنې خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې همکاري کړې ده.