د راپورونو له مخې د تهران والي رسنيو ته ویلي، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه يې په دغه ولایت کې ۲۵۰ زره هغه کډوال نيولي، چې د اوسېدو اسناد یې نه درلودل. محمد صادق معتمدیان ایراني شرکتونو او کمپينو ته هم جدي خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوالو ته کار ور نه کړي. معتمدیان د چهار شنبې په ورځ د ایران ایسنا اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د بې اسناده کډوالو د نیولو او ایستلو په برخه کې وروستي جدي اقدامات تر سره کوي. نوموړي ټينګار کړی، چې غير قانوني کډوال تر پيژندلو وروسته د خاواران پنډ غالي له لارې خپل هېواد ته لېږدول کيږي. د تهران والي وايي، چې د غير قانوني کډوالو د نیولو او ایستلو اړوند یې د کورنیو چارو وزارت پلان عملي کړی دی.