ټاکل شوې چې د روانې مارچ میاشتې په ۹مه نېټه د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو پایلوبه د هندوستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د دې جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هند اسټرالیا ته ماتې ورکړه او دغه راز په دویمه نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې وکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. د پاکستان په لاهور کې په دغه پنځوس اوریزه لوبه کې نیوزیلنډ د پچې له ګټلو وروسته جنوبي افریقا ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۶۳ منډو هدف وټاکه. جنوبي افریقا په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یوازې ۳۱۲ منډې جوړکړې او لوبه یې وبایلله. د پاکستان په کوربتوب د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو برخه لرله. دا چې هندۍ لوبډله پایلوبې ته وتلې؛ نو د اتلانو جام سیالیو پایلوبه هم د روانې مارچ میاشتې په ۹مه نېټه په دوبۍ کې ترسره کیږي.