بېلد ورځپاڼې راپور ورکړی، چې جرمني ۱۳۲ افغانان له پاکستان څخه برلین ته لېږدولي دي. په راپور کې ویل شوي، چې دا کسان په یو چارتر الوتکه کې برلین ته رسېدلي او په دغو کسانو کې د جرمني یو سیمهييز کارکوونکی او د هغه د کورنۍ پنځه غړي او پاتې نور د دغه هېواد د کډوالۍ نورو پروګرامونو له لارې لېږدول شوي دي. د جرمني چارواکو ویلي چې ۲۵ نور کسان په اسنادو کې د ستونزې لامله له الوتنې پاتې شوې دي. د یادونې ده چې تېره اوونۍ هم ۱۵۵ افغانان له پاکستان څخه جرمني ته رسېدلي وو. پرون د جرمني مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال گوندونو د فراکسیون مشرې اندریا لیندهولز د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارته غوښتي و چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې دې هېڅ افغان د الوتکې له لارې نه لېږدوي.