د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مارچ په ۵مه نېټه په خبري ناسته کې د هغه مسئلې په اړه، چې امريکا د فېنتانيل په پلمه پر چيني توليداتو د تعرفې نورې هم لوړې کړې د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.
لين جيان وويل، چې چين څو څو ځلې د امريکا له دغې کړنې سره مخالفت څرګند کړی او اړين او معقول ځوابي تدبيرونه يې نيولي دي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې که امريکا په رښتيا د فينتانيل مسئله حلول غواړي، بايد د برابرۍ، درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ له چين سره د مشورو له لارې متقابلې پاملرنې حل کړي. که امريکا په بل بد نيت د چين د ګټو ضد کړنو ته دوام ورکړي، چين به تر پايه پورې ورسره مقابله وکړي.
لين جيان د مارچ په ۴مه نېټه په خبري ناسته کې وويل، چې د چين لخوا خپور شوی سپين کتاب》د فېنتانيل اړوندو موادو کنټرول《د چين د اړوند دريځ، تدبيرونو او د اقداماتو د اغېزو په اړه د هراړخيزو او عيني معلوماتو په تر لاسه کولو کې له نړيوالې ټولنې سره مرسته کوي. چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې پر عملي کولو ټينګار کړی، د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې يې نړيوال مسئوليت پلی کړی، په اړوندو نړيوالو چارو کې يې ګډون کړی او له نورو هېوادونو سره يې د فېنتانيل مسئلې د هوارولو همکارۍ کړې دي. امريکا د فېنتانيل په اړه ډول ډول درواغ خپاره کړي او پر چين يې بې ځايه تورونه لګولي او په دې لاره يې د چين پر وارداتي توليداتو د تعرفو د زياتولو هڅه کړې. چين هيله لري چې د برابرۍ او متقابل درناوي پر بنسټ له امريکا سره همکارۍ وکړي، خو د امريکا له يادو ناوړو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.