د چين صدراعظم لي چيانګ د ۲۰۲۵م کال د مارچ په ۵مې نېټې د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د ۳مې کلنۍ غونډې د پرانيستې پرمهال د حکومت د کاري راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې اعلان کړی، چې حکومت يې د روان کال د هېواد د اقتصادي زياتوالي موخه شاوخوا ۵ سلنه ټاکلې ده.
د جرمني د کرچر «KARCHER» شرکت د چيني زون عمومي منيجر تانګ شياو دونګ په همدې ورځ د چيني حکومت د کاري راپور تر اورېدو وروسته له سي جي ټي این سره د مرکې پر مهال خپلې نظريې شريکې کړې دي.
د چين د حکومت سږني کاري راپور، چې په همدې ورځ د چين ملي ولسي کانګرېس ته وړاندې شوی، د نړۍ پاملرنه راجلب کړې ده. تر ټولو د پام وړ ټکی يې دا دی چې چين د روان کال د کورني توليد عمومي ارزښت(GDP) د زياتوالي موخه شاوخوا ۵ سلنه ټاکلې ده. د مالوماتو له مخې، د چين دغه موخه له بازاري وړاندوينې سره برابره او د تېرو دوو کلونو د ورته موخو په څېر ده، چې ترې په اوږدمهال کې د استخدامي حالت د ثابتولو، د خطرونو د وقايې او مخنيوي او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې د دغه هېواد ټينګه اراده څرګندېږي.
دغې موخې ته څنګه وګورو؟
په تېر ۲۰۲۴م کال کې د چين جي ډي پي په سلو کې ۵ زياتوالی موندلی او پرمختيايي سرعت يې د عمده اقتصادونو په منځ کې مخکښ ځای خپل کړی دی. اوسمهال د چين بهرنی چاپېريال خورا پيچلی دی، خو بیا هم د دغه هېواد حکومت د جي ډي پي سږنۍ موخه ۵ سلنه ټاکلې ده.
د چين د عصري نړيوالو اړيکو انسټيټوټ د عمومي اقتصاد او ستراتيژۍ څېړنيز مرکز مرستيال وی ليانګ په دې اند دی، چې د چين له يادې موخې د دغه هېواد مثبته پرمختيايي رويه او رښتينې اقتصادي قوه ښکاري او د نړيوال اقتصاد بيا پرمختګ ته خوځنده ځواک او اعتماد برابروي.
د کابو ۵ سلنې د موخې ارزښت د چين د باکيفيته پرمختګ په ټولو کارونو کې هم څرګندېږي. د چين د حکومت په سږنيو لسو لويو کارونو کې تر ټولو مهم کار د مصارفو هڅونه، د پانګونو د ګټو زياتوالی او د کورنيو اړتياوو بشپړه پراختيا ده او د مصارفو هڅونه يې د کورنيو اړتياوو د پراختيا او د کورني اقتصادي دوران د پياوړتيا لپاره تر ټولو ستر اهميت لري.
د چين د حکومت په سږني کاري راپور کې د مصارفو د هڅونې ځانګړي عمليات وړاندې شوي، چې دا به نه يوازې د خلکو د عوايدو په زياتوالي، بلکې د غوره توليداتو په برابرولو او د مصرفي چاپېريال په ښه کولو به هم تمرکز ولري. د نړۍ څو پولي ارګانونو د ۲۰۲۵م کال د اقتصادي لرليد راپورونو ته په کتو، په چين کې د مصارفو او خدمتي چارو انډول ممکن لا لوړ شي.
په چين کې د جرمني سوداګريزې ټولنې د شمالي او شمال ختيځې سيمې اجرائيوی مشر اويانګ ليون له سي جي ټي اين سره په خبرو کې چيني بازار له هغو نادرو لويو بازارونو څخه بللی، چې پيمانه يې لا هم د پرمختګ په حال کې ده او د جرمني شرکتونو لپاره ډېر جذابیت لري. د يادې سوداګريزې ټولنې ۹۲ سلنه غړو په چين کې د پاتې کېدو نيت ښودلی او څه باندې نيمه برخه يې پلان لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې خپلې پانګونې زياتې کړي.
د چيني اقتصاد د شاوخوا ۵ سلنې د زياتوالي موخې ارزښت د مصنوعي ځيرکتيا په چارو کې هم څرګندېږي. د نړيوال اقتصاد فورم د تېر کال په اکتوبر کې د مصنوعي ځيرکتيا په چارو کې د مخکښو تصديو يو لېست خپور کړی، چې پکې ۲۲ توليدي تصدۍ شاملې دي چې په سلو کې نژدې ۶۰ يې چيني تصدۍ دي.
په دې وروستيو کې د چين ډيپسيک (DeepSeek) شرکت په نړۍ کې ډېر شهرت موندلی او نړيوالو ترې په علمي او تخنيکي پرمختګ کې د چين نوښتي وړتيا او شموليت درک کړی دی. دغه راز د چين د يونيټري (UNITREE) شرکت روبوټونو، چې د دغه هېواد د دوديز پسرلني اختر په مناسبت هنري نندارې کې يې په زړه پورې نڅاوې کړي، د امريکا د ۲۰۲۵م کال په مصرفي الکترونيکي نندارتون کې د مشتريانو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
اصلي خبره دا ده، چې په یو ګل نه پسرلی کېږي. کله چې ټول ګلونه وغوړېږي، نو هله به باغ کې د پسرلي رنګونه خواره شي.
چين تل پر ورخلاصون ټينګار لري او په دې نظر دی چې نړۍ په ورخلاصون او همکاريو پرمختګ کولی شي. د چيني حکومت په سږني کاري راپور کې د پر له پسې ورخلاصون زيات اغېزمن اقدامات وړاندې شوي، چې د ساري په توګه یې د انټرنېټي او کلتوري چارو منظم ورخلاصون، په مخابراتي، طبي او ښوونيزو چارو کې د ورخلاصون ازموينې، د ازادې سوداګرۍ لوړ معيار لرونکې نړيواله شبکه او ځيني نور یادولی شو.
۲۰۲۵م کال د چين لپاره يو بل کليدي کال دی، چې پکې به د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ څوارلسم پنځه کلن پلان بشپړ او د پنځلسم پنځه کلن پلان طرحه به یې پيل شي. داسې کارونه خورا درانه وي او مختلفو پرمختيايي موخو ته رسېدنه يې اسانه خبره نه ده او بشپړول یې زحمتکښۍ او سختو کارونو ته ډېره اړتيا لري. خو چین به د پراختیا پر لارې ټولې ستونزې هوارې کړي. چين ټاکلې موخې ته پر رسېدو پوره باور لري او د شاوخوا ۵ سلنې موخه به يې نړۍ ته لا زيات نوي فرصتونه برابر کړي.