د هرات ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په کچه د ۳۶ ښوونځیو او دیني مدرسو ودانۍ بیارغول شوې دي. د مسوولینو په خبره، یاد شمېر ښوونځي او دیني مدرسې د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ د ۲۲ میلیونه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بیا رغول شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې د دغه ولایت اوسېدونکو لسګونه ښوونځیو ته ځمکه وقف کړې او په راتلونکي کال کې به ۳۸ نورو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي. د هرات اوسېدونکو بیا له یادو پروژو خوښي څرګنده کړې او له ځايي مسوولینو یې د پوهنې په برخه کې د لاډېرو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.