د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د تیر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې په افغانستان کې د ۳.۴ میلیونو کسانو په ګډون چې درې ډوله بشري مرستې یې ترلاسه کړي په مجموعي ډول ۲۰.۴ میلیونو کسانو په دغه موده کې لږ تر لږه یو ډول بشري مرستې ترلاسه کړي دي. اوچا په خپله اېکس پاڼه په یوه راپور کې ویلي، چې ددغه شمیر کسانو ۱۴.۹ میلیونو چې د مجموعي شمیر ۷۳ فیصده کیږي د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي دي. اوچا ویلي چې دا مرستې ملګرو ملتونو سره د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د ۲۶ نیټې د نوو مالي مرستو او هم د ۲۰۲۳ کال څخه ملګرو ملتونو سره د پاتې ۴۱۲.۵ میلیون ډالرو پیسو له برکته شوې دي.