د ټولګټو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ازبیکستان هېواد له سفیر ایبک عثمانوف سره، د دغه وزارت د تخنیکي او اوسپنیزې کرښې د مرستیالانو په شتون کې په خپل کاري دفتر کې کتلي دي. دواړو لورو د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اوږد مهاله اقتصادي، سوداګریزو او ريلي اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي. په لیدنه کې دواړو لورو د حیرتان–مزارشریف د اوسپنیزې کرښې د ترمیماتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد او د بلخ–هرات د اوسپنیزې کرښې د مطالعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې. په پای کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او اوسپنې پټلۍ د رغولو، ترميم او معياري کولو په برخه کې په هر اړخیزې همکارۍ هم ټینګار شوی دی.