تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله شاوخوا اته سوه کورنۍ بې ځایه شوې دي. ځایي خلک وایي، د پاکستان توغندیزو بریدونو له امله یې کورونو او هټیو ته زیان رسېدلی دی.
بې ځایه شوي وایي، پاکستاني پوځیان افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او وخت ناوخت د ملکي وګړو کورونه او کاروباري ځایونه په نښه کوي. سیمهییز مسوولین وایي، ژر تر ژره به د جګړې له امله بې ځایو شویو کورنیو ته د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ لومړنۍ مرستې و رسوي. پاکستاني لوري له تېرو ۱۴ ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې چې دواړو لورو ته سلګونه مسافر او بېړني ناروغان او زرګونه بار وړونکي موټر بند پاتې دي.