د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل څلوراړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه کې کوربه لوبډلې ته ۱ـ۴ ماته وخوړه. دغه سیالي د افغانستان پر وخت نن سهار څلور بجې ترسره شوه. لومړۍ نیمايي دوه صفر د برازیل په ګټه پایته ورسېده. په دویمه نیمايي کې افغانستان دوه نور ګولونه وخوړل، خو د لوبې په وروستیو ثانیو کې امید قنبري یو ګول جبران کړ او لوبه ۴ـ۱ پایته ورسېده. د افغانستان فوټسال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ لوبډلې ته ۵ پر ۴ ماته ورکړې وه. ټاکل شوې د افغانستان لوبډله نن مازیګر خپله درېیمه لوبه کې ایران سره مخ شي.