پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ ښار کې سلګونه افغانان چې ځینې یې “پي او ار” کارتونه هم لري، اسلام اباد کې د کډوالو یوه پنډغالي ته لېږدولي دي. دغه افغان کډوال وایي، اسلام اباد او راولپنډۍ کې د “پي او ار” کارت لرونکي افغانان په ناقانونه توګه نیول کیږي او ټاکل شوې په جبري توګه له پاکستانه و ایستل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت تازه له اسناد لرونکو افغان کډوالو غوښتنه کړې چې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده ووځي.