د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په کتنه کې د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو، د باکیفیته روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي. عامې روغتیا وزارت وايي، چې دې کتنه کې جلالي د روغتیا پالانو د ظرفیت لوړونې، د باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو د برابرولو برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې. یاد وزارت زیاتوي؛ دې کتنه کې بېکدلي له افغانستان سره د ایران د همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې نږدې راتلونکي کې به کابل او بامیانو کې د جوړېدونکو روغتونونو پاتې چارې پیل کړي.