د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عمان ته په رسمي سفر ولاړ. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو سرپرست وزیر نن د عمان سلطنت د بهرنيو چارو د وزير بدر بن حمد البوسعيدي په بلنه هغه هېواد ته په رسمي سفر روان شو. د سرچینې د مالوماتو له مخې په پام کې ده، چې نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د عمان سلطنت د بهرنيو چارو د وزير سربېره د هغه هېواد نورو لوړپوړو چارواکو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړيکو او دوه اړخیزو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړي.