د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ م کال اسيا ملتونو جام سياليو او یادو سياليو ته په تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه نن سهار ټايلنډ هېواد ته روانه شوه. د ساحلي فوټبال اسيا ملتونو جام سيالۍ د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې پر ۲۰ مه نېټه د ټايلنډ هېواد په کوربتوب پيليږي، چې افغانستان په (C) ګروپ کې د ايران، متحده عربي امارات او اندوينزيا له ساحلي لوبډلو سره سيالۍ لري.