عامي روغتیا وزارت د بې پولې ډاکټرانو له لوري په افغانستان کې د شري ناروغۍ په اړه ورکړل شوی راپور رد او خپاره شوي ارقام یې تخمیني وبلل. تر دې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې شري ناروغۍ پېښي څو برابره زیاتې شوې او هره ورځ یو ماشوم د همدې ناروغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکوي. د عامې روغتیا وزارت ویلي، د معلوماتو په اساس چمتو شوی راپور د حقیقي ارقامو په اساس نه بلکې له تخمیني ارقامو په کې استفاده شوې. عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي، تېرو څو کلونو کې یې د شري ناروغۍ پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته شوي او په ټول هېواد کې یې د واکسیناسیون کمپاینونه ترسره کړي، چې د روان ۲۰۲۵ کال په جریان کې به هم ۱۶ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شي.