د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، سرپرست حکومت یو متوازن سیاست غوره کړی او په خبره یې، د یوه هېواد د خوښۍ لپاره د بل هېواد پر وړاندې نه جنګیږي. نوموړي عمان کې له افغان سوداګرو سره یوې ناستې کې ویلي، سرپرست حکومت له نړۍوالو سره ښې اړیکې لري او غواړي افغانستان د منفي سیالیو پر ځای د اقتصاد او ټرانزیټ ډګر اوسي.