د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګریس د درېیمې کلنۍ غونډې په مهال کې، د دغه هېواد د ازادي بښونکې اردو او نظامي پولیسو د پلاوي ویاند اعلان کړی چې د سږ لپاره د چین دفاعي بودجه 1.81 ټریلونو یوانه ده او د تېر کال په نسبت 7.2 سلنه زیاتوالی ښيي.
دې خبر د نړۍ پام ځانته اړولی او امریکا له چینه دا هم غوښتي چې د پوځي بودجې د کمېدو موافقه دې ورسره وکړي.
په داسې حال کې چې په نړۍ کې وضعیت آرام نه دی، نو چین د خپلو دفاعي وړتیاوو د لوړولو لپاره پرمختللو نظامي وسلو لکه ډي اف بین القارهای بالستیک میزایل ، له راداره پټېدونکو J-20 الوتکو او د فوجیان په نوم الوتکې وړونکې بېړۍ ته وده ورکړې .
له دې پرمختګونو سره سره یې خپله دفاعي بودجه په ټيټه کچه ساتلې. سره له دې چې 1.81 ټریلونو یوانه بودجې اندازه لوړه ده، خو د چین کورني توليد د عمومي ارزښت ۱.۵ سلنه کمه برخه جوړوي او د امریکې دغه شمېر 3.4 سلنه او د روسیې شمېر 6.3 سلنه دی.
د چین د نظامي چارو عصريتوب موخه د دفاعي توان د پیاوړتیا تر څنګ د سولې تامین لپاره د خپلې ژمنې پوره کول هم دي. د چین د نظامي چارو دغه عصریتوب د ځمکې د پراخولو پر ځای د ټکنالوژۍ په برخه کې پر ځان بسیاینه ده.
د چین د بيډو سپوږمکيو شبکه تر ۲۰۰ ډيرو هېوادونو ته خدمات وړاندې کوي او په دغه هېواد کې تر ۷۰ سلنه ډير ځيرک ټیليفونونه ورسره وصل دي.
په دې معنا چې هم په ملکي او هم نظامي چارو کې د استعمال بېلګه ده. پر دې سربېره چین په زرګونو غير محرم دفاعي اختراعات د مصنوعي ځيرکتيا او نوې کېدونکې انرژۍ په څېر د تجارتي موخو د هڅونې لپاره کارول شوي او نظامي نوښتونه یې پر اقتصادي عواملو بدل کړي دي. د نظامي او ملکي نوښتونو دغه شریکېدل ثابتوي چې د چين پياوړتيا په خالص ځواک کې نه، بلکې په دوامداره ګډ پرمختګ کې رېښې لري.
په ورته وخت کې د نړیوالې سولې په تامین کې د چين رول د پام وړ زیات شوی او د نظامي ښکېلتيا نورمونه یې بيا تعريف کړي دي. چين په ۱۹۹۰م کال کې د ملګرو ملتونو د اوربند څارنې سازمان ته پر لومړي ځل نظامي څارونکي واستول، له هغه وخت راهیسې، دغه هېواد د سوډان او مالي په ګډون د نړۍ تر شلو ډيرو سيمو او هېوادونو ته ۵۰ زره سوله ساتي ځواکونه لیږلي دي. دغو نظامي ډيپلوماټانو نه يوازې د سولې ساتنې عملونه ترسره کړي، بلکې په بشري فعاليتونو لکه د روغتونونو په بيارغونه، د کډوالو په واکسينولو او د ځايي ځواکونو په روزنه کې یې هم ډېر خدمتونه کړي دي.
بله خوا، د سمندري لوټمارۍ ضد د چین سیار ګروپ له ۲۰۰۸ کال راهیسې په عدن خلیج کې د زرګونو بېړیو ساتنه کړې ده. پر دې سربیره، د چین د سمندري پوځ د پيس ارک په نوم طبي بېړۍ د ۴۳ هېوادونو د څه باندې ۲۵۰ زرو ناروغانو ته وړیا طبي خدمتونه وړاندې کړي دي. له دې ښکاري چې چین تر خپلې وسې پورې هڅه کړې چې د سولې ساتنې ډال واوسي او نظامي ځواکونو یې د نړۍ د عامه تولید په توګه د نړیوالې سولې او خوندیتوب لپاره ستر رول لوبولی دی.
د امریکا د دفاع وزیر پيټی هیګیټس ویلي چې واشنګټن به له چین سره عمومي جګړه پيل کړي او د چین په شاوخوا کې يې جیوپولیتيکې شخړو ته هم لمن وهلې ده، چین يې یو ګواښ بللی او په دې اړه يې تبلیغات کړي، د ستراتيژيکې سیالۍ په نامه یې د چین ځپلو او کمزوري کولو ته بډلې وهلې او له دې ټولو سره سره يې چین ته دا وړاندیز چې راځه خپلې پوځي بودجې کمې کړو، دغه وړاندیز يې یوازې د خپل تسلط لپاره یوه پلمه ده.
د چين نظامي عصريتوب نه يوازې د ځان دفاعي موخې لپاره، بلکې په نړۍ کې مشترک او انعطاف منونکي نړيوال نظم لپاره هم دی.