د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له رییس عرفان جمال سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره د مرستو پر څرنګوالي او د هغوی د ستونزو پر حل خبرې کړې. دې کتنه کې جمال له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو مسوولین له ایراني او پاکستاني لوریو سره په خبرو بوخت دي، څو له یادو هېوادونو څخه افغان کډوال د یوه منظم پلان له مخې خپل هېواد ته راستانه شي. دغه راز نوموړي د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه د درې او څلور اخېزو ناستو د جوړېدو یادونه کړې او په دې برخه کې یې د ټولو اړخونو همکاري اړینه بللې ده. په دې کتنه کې د کډوالو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې سرپرست حکومت د دا ډول ناستو پلوی دی او ډاډ یې ورکړی چې افغان حکومت به په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.