د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا له خوا ترتیب شوي د دغه هېواد د متشبثينو پلاوي د مارچ له ۱۳ مې نېټې څخه تر ۱۶ مې نېټې پورې له اتريش څخه لېدنه وکړه.
دا د اتريش د نوي حکومت له جوړېدو وروسته دغه هېواد ته د چیني متشبیثنو د پلاوي لومړی سفر دی.
د دغه پلاوي غړو د دې لېدنې پر مهال د اتريشي تصديو له مسئولينو سره د موټرو، کرنې، د خوراکي موادو د پروسیس په ګډون د مختلفو صنایعو په اړه د نظريو تبادله وکړه او په خپلمنځي همکاريو يې هوکړه وکړه.
د اتريش د صنعت او سوداګریز سکتور شخصيتونو ویلي، چې دوی غواړي د چين د صنعت او سوداګرۍ له ټولنې سره همکارۍ پياوړې کړي او د سوداګرۍ د حمايت غوښتنې سره ګډ مخالفت وکړي. یادو شخصیتونو همدارنګه هيله څرګنده کړې، چې زياتې چيني تصدۍ په اتريش کې پانګونې وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه ستراتېژيکو همکاريو مشارکت نوی پرمختګ ومومي.