د چين د احصائيې ملي ادارې د مارچ په ۱۷ مه نېټه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د دغه هېواد صنعتي او خدمتي چارو چټک پرمختګ کړی، د مصرف پانګونه پرله پسې ښه شوې، د استخدام وضعيت ثابت ساتل شوی، د نوی کيفيت توليدي ځواک قوی شوی او اقتصادي وده ثابته ساتل شوې ده.
شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين صنعتي توليد په چټکۍ زيات شوی او خدمتي سکتور مثبت تمايل ساتلی، د لویو صنايعو د زياتوالي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۵.۹ زياتوالی ښيي، دغه راز د مالونو واردات او صادرات ثابت ساتل شوي، د سوداګرۍ جوړښت پرله پسې اصلاح شوی او د اوسېدونکو د لګښتونو بیې د تېر کال د همدې مودې په پرتله راټيټې شوې دي.