د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریالانو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، دغه وزارت هېواد کې په ټولو برخو کې له خبریالانو ملاتړ کوي. غفران ویلي، له خبریالانو د ملاتړ لپاره د ملي حمایوي صندوق پر میکانیزم کار روان دی، چې د پروسې بشپړېدو سره به یې له لارې له هغو خبریالانو سره چې اقتصادي ستونزې لري مرسته وشي. نوموړي هېواد کې د نویو رسنیو او اژانسونو فعالیت پیل ته په اشارې ویلي، افغانستان کې د رسنیو وضعیت په ښه والی دی، چې دغه موضوع د خبري فعالیتونو پیاوړتیا برخه کې له رسنیو د اطلاعاتو کلتور وزارت د ملاتړ ښکارندویي کوي. دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې نن د کب ۲۷مه د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.