د بغلان ولایت د برېښنا د ستنو جوړولو فابریکې مسوولین وايي چې په ۱۴۰۳ کال کې یې په بېلابېلو اندازو کې ۸۰۰۰ ستنې جوړې کړې دي. د بغلان د ستنو جوړولو فابریکې ویاند حسام الدین ویلي، چې دغه فابریکې په ۱۴۰۳ کال کې په بېلابېلو اندازو کې ۸۰۰۰ ستنې جوړې کړې چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه فابريکه ۱۰، ساده ۱۲ متره، کش ۱۲ متره او ۱۵ متره د برېښنا ستنې توليدوي چې د هېواد ګڼو ولایتونو او په ځانګړي ډول نهو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته لېږدول کېږي او د برېښنا شبکې د جوړولو او لینونو د غځولو په برخه کې ترې ګټه پورته کېږي.