د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ په دهن پیار کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري ویلي چې پېښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه، کله چې یو ډاټسن موټر له سړکه ووت او چپه شو. د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د دوآب ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدولي دي. د پېښې لامل د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.