کابل کې د چین سفیر جاوشینګ له الشفا روغتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د دې روغتون د بیارغونې، پراختیا او تجهیز برخو کې مرسته وکړي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي هم د تخصصي او ثانوي روغتیایي خدماتو وړاندې کولو کې الشفا روغتون مهم بللی او د یاد روغتون بیارغونې او په پرمختللو طبي وسایلو یې د سمبالولو ټینګار کړی.