د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه په نوبتي خبري ناستې کې رسنيو ته د ۲۰۲۵م کال د چين د اقتصادي پرمختیایي موخې په اړه ويلي، د چین له خوا هغه اقتصادي پرمختيایي موخه چې په سلو کې پنځو ته ورسېږي، د کورنيو او بهرنيو حالاتو د ساينسي وړاندوينې او پر باکيفيته پرمختيايي لار د ټینګ باور پر بنسټ دی. چين په اقتصادي چارو کې د بې ثباتۍ له بهرنيو عواملو او ننګونو سره د مقابلې وړتيا لري.
نوموړې زياته کړې چې که څه هم چين د ګمرکي تعرفو د خنډونو د زياتېدو او د بهرني چاپيريال د لا پېچليتوب له ډېرو ننګونو سره مخ دی، خو مونږ باور لرو چې خپل اقتصادي پرمختیایی موخه تر سره کړو.