د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي ویلي، چې له ډونالډ ټرمپ سره یې واضح او ګټورې خبرې کړې دي. د مالوماتو له مخې دواړو ولسمشرانو په تیلفون خبرې کړې دي. د زیلېنسکي تر څرګندونو وړاندې ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ« سوشل تروت» کې لیکلي و چې دې خبرو نژدې یو ساعت دوام وکړ او د خبرو لویه برخه پر دې راڅرخیده، چې د سې شنبې په ورځ یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې په تړاو کړې وې. ټاکل شوې ده چې د اوکراین د جګړې په تړاو د راروانې یکشنبې په ورځ د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې بیا مذاکرات پيل شي. دا په داسې حال کې ده، چې دواړه لوري تیره اونۍ هم د جدې په ښار کې د اوکراین پر مسالې غږیدلي وو.