ټاکل شوې چې د فوټبال ملي لوبډله سبا د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه یوه دوستانه لوبه له تایلنډۍ لوبډلې سره ترسره کړي. د مالوماتو له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ دا په زړه پورې لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې په تایلنډ کې ترسره شي. د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د اسيايي هېوادونو د جام غوراوي سياليو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه کې د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه د ميانمار له ملي لوبډلې سره ترسره کړي.