په خوست ولایت کې د غلام خان بندر مسوولینو ویلي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټېلر بې کیفیته کچالو د واردېدو مخنیوی یې کړی او بیرته یې یاد هېواد ته مسترد کړي دي. د یاد بندر مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دغه یو ټېلر بې کېفیته کچالو، چې د پاکستان له لوري افغانستان ته واردېدل د غلام خان بندر د نباتي قرنطین مدیریت مسوولینو له لوري له دقیقې معاینې او چک وروسته بېرته یاد هېواد مسترد کړل شوي دي. د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وایي چې له ټولو سوداګرو څخه د باکیفیته محصولاتو د واردولو هیله لرو، تر څو هېوادوال مو د صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.دیادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد بندر مسوولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټیلر بې کېفیته جوارو د واردېدو مخنیوی کړی و.