د «چين په پسرلي کې له نړۍ سره فرصتونه شريکوي» تر عنوان لاندې نړيوال ډيالوګ د مارچ په ۱۱مه نېټه د ايتوپيا په ادیسه ابابا کې تر سره شو.
دغه ډيالوګ د چين ميډيا ګروپ په کوربه توب تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د نشراتي څانګې مرستيال او د چين مډیا ګروپ مشر شن های شیونګ دغې ډیالوګ ته يوه ويډيويي وينا وکړه.
د ایتوپیا د پلان او پرمختګ وزیر بیریک فیهاسون په ګډون شاوخوا ۷۰ میلمنو په دې فعالیت کې ګډون وکړ او د چین د تخنیکي نوښت او د پرانیستې همکارۍ له لارې د افریقایي هېوادونو دوامداره پرمختګ ته د ځواک رسولو په اړه یې خبرې اترې وکړې.