د پروان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په مرکز او ۹ ولسوالیو کې د ۵۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۳۱ بېلا بېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس رسنیو ته ویلي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو د دغه ریاست ترچترلاندې او د بېلا بېلو موسسو په مالي ملاتړ د ۵۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت په مرکز او ۹ ولسوالیو کې ۳۳۱ بېلابېلې پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. هغهزیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د محافظتي دېوالونو او کلیوالي سړکونو جوړول، د کانالونو پاکول او بیا رغونې او د اوبو رسونې شبکې شاملې وې چې په پلې کېدو کې یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.