د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویلي، چې د تورخم دروازه نن د مسافرو او ناروغانو پر مخ د پاکستاني لوري تخنیکي ستونزو له امله تړلې پاتې کيږي. د یادې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، چې د پاکستاني لوري ځینې مهم وسایل لا هم ترمیم ته اړتیا لري. حماد له ټولو مسافرو څخه غوښتنه کوي، چې تر بشپړ عادي حالت پورې تورخم ته له سفر څخه ډډه وکړي. د یادونې وړ ده، چې د تورخم دروازه وړمه ورځ له ۲۷ ورځو ځنډ وروسته یوازې د ټرانزېټ پر مخ خلاصه شوه، چې ټاکل شوې وه نن د مسافرو پر مخ هم پرانېستل شي، خو د پاکستاني لوري تخنیکي ستونزو له امله به نن هم تړلې وي.