د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې مېشتو سفیرانو او د ډیپلوماټیکو ماموریتونو او نړۍوالو سازمانونو استازو ته د روژه ماتي پر مهال وویل، افغانستان خپلو ګاونډیو هېوادونو سره هېڅ راز ستونزې نه لري. نوموړي هیله وښوده، چې پاکستان سره هم د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر باید ستونزه حل شي. هغه ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي، چې زیان یې ولسونو ته رسېږي. نوموړي د سیمي او نړۍ هېوادونو سره د سرپرست حکومت اړیکو ته په اشارې ویلي، د هرې ورځې په تېرېدو هېوادونه سره تعامل زیاتېږي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو ایستلو پروسه په تدریج سره ترسره کړي، څو په کور دننه یې په ښه ډول مدیریت وشي. هغه یو ځل بیا ګاونډیو، سیمي او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کیږي او چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.