ایران ۲۱۱ افغان بندیان، چې دغه هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د نیمروز د ابریشم پولې له لارې سرپرست حکومت ته سپارلي دي. د نیمروز ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان به د بند مودې د تېرولو په موخه خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي. د تېرې سې شنبې په ورځ هم ۱۴۹ افغان بندیان له ایرانه هېواد ته را اړول شوي وو.