د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ ټولنې په دې وروستيو کې د راتلونکې منځنۍ مودې د اقتصادي اټکل په راپور کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ اټکل ټيټ کړی او پر دې باور دی، چې د ځينو هېوادونو سوداګريز خنډونه به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت ورو کړي او د پولي تورم د زیاتېدو سبب به وګرځي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپريل په ۲۰مه نېټه د ياد خبر په اړه وويل، چې د تعرفې او نور سوداګريز خنډونه د نړيوال اقتصاد ځلېدو او ثبات ته زيانونه رسوي او د اقتصادي او سوداګريز اختلاف بيه بايد پر نړيوال اقتصاد وا نه چول شي. نوموړې دغه راز وويل، چې چين د بهرني چاپيريال د بدلېدو پر وړاندې د ازادې سوداګرۍ د اصولو او څواړخيز سوداګريز سيسټم ټينګ ملاتړ کوي.
ماو نينګ زياته کړه، چې د تعرفې په شمول سوداګريز خنډونه د هيڅ لوري له ګټې سره سمون نه لري او هم د نړيوال اقتصاد د ځلېدو او ثبات لپاره ګټور نه دي. اقتصادي او سوداګريز اختلاف بايد د خبرو اترو او سلامشورو له لارې حل شي.