د ۲۰۲۵ کال د سراسري جنوب د پولي شخصيتونو نړیوال فورم د مارچ له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې په بېجینګ کې جوړ شوی دی. د دې فورم موضوع «د جنوب د ځلېدو لپاره د پانګو او ځیرکو راټولېدل» دي. د فورم په ترڅ کې د نړۍ له ۳۰ څخه زیاتو هیوادونو او سیمو څخه د حکومتي څانګو او پولي ادارو مشرانو، کارپوهانو د نظرونو تبادله وکړه او بحثونه یې وکړل.
د بیجینګ ښاروال ین یونګ وویل چې بیجینګ د چين د پولي مديريت مرکز دی چې د دې هېواد د مرکزي پولي اداري څانګې، د ډیرو پولي ارګانونو مقرونه او نړیوال پولي سازمانونه پکې موقعيت لري.
هغه وايي، په بېجينګ کې د پولي سرمايو عمومي اندازه او د پولي کارکوونکو شمېر د هېواد لومړی ځای خپلوي. ده زیاته کړه چې پولي همکاري نه یوازې د اقتصادي ودې لپاره کليدي ځواک، بلکې د ګډ پرمختګ مهمه لاره هم ده.
د فورم ګډونوالو وویل چې پرمختیايي هیوادونه يو له بل سره ورته تاریخي تجربې او ګډې غوښتنې شريکوي، بايد خپلمنځي تماسونه او همکارۍ پياوړي کړي، د باکيفيته پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او د نړيوال اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره بايد د پرمختيايي هېوادونو ځواکونه برابر کړي.