نن سبا د فلسطین په غزه کې یوه داسې غمیزه روانه ده چې نسل وژنه او عام وژنه ورته ویلای شوو او د جګړې له یوه لوري د غرب په ځانګړې توګه امریکا ملاتړ، د بشري حقونو په اړه د هغوی ټول شعارونه دروغ ثابت کړل.
دلته د اسراییلو او فلسطینیانو د لانجو تاریخ ته له کتنې پرته، پردې بحث کوو چې ولې په داسې عصر کې چې د نړۍ هر لوري ته د مدنیت، بشر پالنې، عدالت او مساواتو شعارونه ډنګول کېږي، خو له دې ټولو سره سره بیا هم د دې خاکي کرې په یوه وړه برخه کې چې غزه نومېږي د وینو سیلاب روان دی.
پر غزه د اسراییلو لومړی برید د ۲۰۲۳ میلادي کال په اکتوبر کې پيل شو چې ۱۵ میاشتې يې دوام وکړ او له امله يې لسګونه زره فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړ چې ډېره برخه يې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر لرونکي تشکیلوي.
د دې سیمې تقریبا ټول تاسیسات له خاورو سره خاورې شوي او په رسنیو کې يې د انځورونو او وېډیو ګانو په لیدو سره د یوه کامل انسان زړه درد وکړي.
له شاوخوا ۱۵ میاشتو بریدونو وروسته اسراییلو او حماس د ځينو هېوادونو په منځګړيتوب اوربند وکړ خو اسراییلو د مارچ په ۱۸مه پر غزه بریدونه له سره پيل کړل چې د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د دې برید په لومړۍ ورځ له ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
امریکا چې ځان د نړۍ واکمن ګڼي او د بشري حقونو، عدالت، مساواتو او لږکیو د حقونو مدافع ګڼي او په دې پلمه يې تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کړې، بندیزونه او محدودیتونه يې لګولي او آن په ځينو مواردو کې يې د همدې شعارونو په پلمه پوځي تېری کړی، خو د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د روانې جګړې له هماغه پیله نه یوازې له اسراییلو پوځي او مالي مرسته کړې، بلکې له هغوی سره يې په تبلیغاتي او رواني جګړه کې هم ځان نه دی دریغ کړی.
د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې کله د سپينې ماڼۍ پر چوکۍ کېناست نو هغه وخت د اسراییلو او حماس ترمنځ تازه اوربند شوی و او په دې اوربند سره نړۍ سره دا هیله پیدا شوې وه چې نور به د غزې خلکو ته د بشري مرستو لېږلو او د غزې د بیا رغونې لپاره زمینه برابره شي.
خو ټرمپ په همدې حساس وخت کې د غزې د اخیستلو او له دې سیمې څخه د فلسطینیانو دایمي ایستلو خبره يې مطرح کړه او د دې تر څنګ يې اسراییلو ته درانه بمونه ورکړل.
د ټرمپ دې اقدام له یوې خوا اسراییلو ته تمه د غزې د بشپړ نیولو تمه ورکړه او له بلې خوا يې د فلسطنیانو زړونه جرحه کړل او عربي هېوادونو هم د ټرمپ له دې طرحې سره مخالفت اعلان کړ.
د ټرمپ له دې بې باکه څرګندونو ته په پام سره ویلای شوو چې هغه هېڅ داسې احساس نه کوي چې په دې نړۍ کې د ملګرو ملتونو په نوم یو سازمان شته، نړیوال قوانین شته، د هر چا حقوق تعریف شوي، د هېوادونو ترمنځ پولې تعریف شوې….
دی د ځنګل د یوه پاچا په شان چې سترګې پټې او خوله خلاصه کړي نو چې هر څه يې په ذهن کې ور تېر شي له خولې يې را وباسي.
د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۱۸مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په خپله۱۰مه بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې اسراییل باید د ۱۲ میاشتو په دننه کې د فلسطین له خاورې څخه خپل پوځيان وباسي او د دغه هېواد په خاوره کې د ښار ګوټو جوړول دې بند کړي، خو اسراییلو دا کار ونه کړ او د ملګرو ملتونو پرېکړه يې نادینه ونیوله، ځکه دوی شاته د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ملاتړ لیدو.
لنډه دا چې د غزې اوږدې غمیزې او له اسراییلو د غرب دوامدارو او بې حسابه ملاتړونه نړیوالو ته د هغوی دوه مخي او د عدالت، بشري حقونو او مساواتو نامه د دوی دروغجن او ملکرجن شعارونه لا په ډاګه کړل.