د هلمند د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې د چرګانو ۱۲۰۰ تولیدي فارمونو څخه په ورځني ډول ۶۰ زره کیلو ګرامه غوښه بازار ته عرضه کېږي. د مسوولینو په خبره ډېر ژر به دغه ولایت د چرګانو غوښې د تولید له اړخه پر ځان بسیا شي. په هلمند کې د چرګانو ځينې فارم لرونکي له اړونده مسوولینو د چرګانو پلور لپاره د ځانګړي مرکز جوړېدو او بازار کې د ټيټ کیفیت چرګانو دانې پلور مخنیوي غوښتنه کوي. بلخوا د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د فارم لرونکو ستونزو ته په کتو د دانې او درملو د قیمتونو د کنټرول لپاره یې کمېټه ټاکلې ده.