د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزیټ او کډوالو ستونزو د حل لارو په اړه په کابل کې کتلي او خبرې کړې دي. سرپرست وزیر د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو او د افغان کډوالو په درناوي سره د ستنولو غوښتنه کړې ده. ورته مهال د پاکستان استازي د سوداګرۍ، ویزو او ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو ژمنه کړې ده.