په دوحه کې د پرانيستي چين په اړه نړيوال ډيالوګ تر سره شود «چين په پسرلي کې له نړۍ سره فرصتونه شريکوي» تر عنوان لاندې نړيوال ډيالوګ د مارچ په ۱۹ مه د قطر په دوحه کې ترسره شو.
د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ نوموړي فعاليت ته ويډيويي وينا کې وويل، د چين مېډيا ګروپ د يوې سروې له مخې، له ۹۰ سلنې زيات ګډونوال په دې هیله دي، چې د چين لوی بازار نړۍ ته لوی فرصتونه ورسوي. نوموړي زياته کړه، چې د چين ورخلاصون به لا بياوړی شي او نړۍ ته به لا زيات ثابت او څرګند امکانات ورسوي.
د قطر د حکومتي څانګو او پوهنتونونو د لسګونو ځوان استازو او په دغه هېواد کې د چين محصلينو او د چيني شرکتونو استازو د ټېکنالوژيک نوښت لپاره د مصنوعي ځيرکتيا د خدمت او د قطر په اقتصادي سمون او وده کې د چين د ټېکنالوژۍ او توليداتو د رول او د چيني ژبې د زده کړې پر موضوعاتو بحثونه وکړل. ګډونوالو په توافق سره وويل، چې د سوداګرۍ، ټېکنالوژۍ او کلتور په برخو کې د همکاريو پياوړتيا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو دوامدار پرمختګ ته دايمي خوځنده ځواک ورکړي.