د چين مېډيا ګروپ په کوربتوب د «چين په پسرلي کې له نړۍ سره فرصتونه شريکوي» تر عنوان لاندې نړيوال ډيالوګ د مارچ په ۱۹مه نېټه د کيوبا په پلازمېنه هاوانا کې تر سره شو.
د کيوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سکريتريت مشر او د مرکزي خدمت وزير يوډي رودريګويز په دغه فعاليت کې ګډون وکړ او د چين مېډيا ګروپ مشر دغه فعاليت ته ويډيويي وينا هم وکړه. له سلو زياتو مېلمنو په دغه ډيالوګ کې د چيني شکله عصري کېدو، د چين د ټېکنالوژيک او اقتصادي پرمختګ په رڼا کې د کيوبا او لاتيني امريکې د فرصتونو او د چين او کيوبا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۶۵مې کليزې په اړه د نظريو تبادلې وکړې.